تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عایشې رضي الله عنها خصوصیات
 
  May 6, 2015
  0

د ام المؤمنین حضرت عائشې رضی الله عنها یو ځو حصوصیات

رالېږونکی: مبارک شاه
 
د حضرت عایشې صدیقې رضي الله عنها خصوصیات خو زیات دي یو څو يې په تفسیرِ معارف القران کي داسي را نقل کړي دي: 
 
امام بغوي رحمة الله علیه ددې ایتونو په تفسیر کي فرمایي چي د حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها یو څو خصوصیات داسي دي کوم چي ددې څخه علاوه بلي ښځي ته نه دي نصیب سوي او حضرت عایشه رضي الله عنها به هم ( په طور د تحدیث بالنعمة) دا شیان په فخر سره بیانول:

اول: دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په نکاح کي د راتلو مخکي جبرائیل امین علیه السلام په یوه ورېښمینه ټوکر کي زما تصویر راوړی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلی او ورته يې وفرمايل چي دا ستا بي بي ده. (ترمذي عن عائشه رضی الله عنها) او په ځينو روایتونو کي دي چي جبرائيل امین په خپل ورغوي کي دا تصویر راوړی وو.

دوهم: دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ددې څخه ماسوا د بلي پیغلي انجلۍ سره نکاح نه ده کړې.

دریم: دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات ددې په غیږ کي وسو.

څلرم: دا چي د حضرت عائشې رضی الله عنها په کور کي دی مبارک صلی الله علیه وسلم دفن سو.

پنځم: دا چي پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم به هغه وخت هم وحي نازلیده چي د حضرت عائشې رضي الله عنها سره به په یو بړستن کي وو، بلي يوې بي بي ته دا خصوصیت نه دی حاصل سوی.

شپږم: دا چي د اسمان څخه ددې برائت، پاکي او د عفت نازل سو. (په سورت نور کي).

اووم: دا چي دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خلیفه او نژدې ملګري رضی الله عنها لور ده.

اتم: او د هغو بیبیانو څخه ده د کمو سره چي په دنیا کي د مغفرت او رزق کریم الله تعالی وعده فرمایلې ده (سورة النور: ۲۶).(مظهري)

د حضرت عائشې صدیقه رضی الله عنها فقیهانه او عالمانه تحقیقات او فاضلانه تقریر په لیدو باندي حضرت موسی بن طلحه رضی الله عنها فرمایي چي ما د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه زیاته فصیحه او بلیغه نه ده لېدلې.(رواه ترمذي)

په تفسیر قرطبي کي نقل دي چي پر حضرت یوسف علیه السلام تهمت ولګول سو نو  الله جل جلاله یو کوچني بچي ګویا کړی او د هغه په شاهدۍ سره يې دده برائت ظاهر کړی، او  پر حضرت مریم علیه السلام تهمت ولګول سو نو الله جل جلاله ددې د زوی حضرت عیسي علیه السلام په شاهدۍ سره دا بري کړه او پر حضرت صدیقې رضی الله عنها باندي تهمت ولګول سو نو الله عزوجل په قران کریم کي لس ایتونه نازل کړل او ددې د برائت اعلان يې وکړی، کوم چي ددې فضل او عزت يې نور هم زیات کړی.

حضرت عایشه رضي الله عنها یو د هغو بیبیانو څخه هم ده چي په زرګونو احادیث يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي دي.
 
---------------------------
ماخذ: تفسیر معارف القران جلد۶ صفحه۹۰، د زیاتونو سره
مؤلف: علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته