تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور: زینب بنت خزیمه رضی الله عنها
  تعلیم الاسلام راډیو
  July 1, 2017
  0

 عبدالبصير "صميمي"

 
ام المؤمنین زینب رضي الله عنها  د خُزیمة بن حارث لور وه. زینب  رضي الله عنها  د مور له طرفه د ام المؤمنین میمونة بنت الحارث رضي الله عنها  خور وه. څنګه چي زینب رضي الله عنها له فقیرانو سره ډېره مرسته کوله او زياته سخي طبيعته وه، نو په ام المساکين (د فقیرانو مور) يې شهرت درلود.
 
د زينب رضي الله عنها واده:
ام المؤمنین زینب رضي الله عنها د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره تر نکاح مخکي د عبيدة بن الحارث بن عبدالمطلب رضي الله عنه  سره نکاح کړې وه. کله چي عبيدة بن الحارث  رضي الله عنه  د بدر په جنګ کي شهيد سو، نو رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  د زينب بنت خزيمة رضي الله عنها  سره نکاح وکړه. په بل روایت کي راغلي دي، چي زینب  رضي الله عنها د رسول کريم  صلی الله علیه وسلم  سره تر نکاح مخکي د عبدالله بن جحش رضي الله عنه  په نکاح کي وه. عبدالله بن جحش رضي الله عنه  د احد په غزا کي په شهادت ورسېدی. 
 
د زينب بنت خزيمة رضي الله عنها وفات: 
ام المؤمنین زینب رضي الله عنها د درېيم هجري کال د ربیع الثاني په وروستنیو شپو کي د دېرشو کلونو په عمر وفات سوه. د جنازې لمونځ يې رسول  صلی الله علیه وسلم  ادآء کړ  او په جنة البقیع کي يې خاورو ته وسپارله. الله جل جلاله  دي رحمت پر وکړي.
 
دا چي حضرت زينب رضي الله عنها د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په نکاح کي څومره وخت تېر کړی دی، په دې اړه مختلف روایات راغلي دي. د مشهور  روایت له مخي يې اته میاشتي ور سره تېري کړي دي. 
 
ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها  بختوره مېرمن وه؛ د سخاوت او نېکۍ صفت يې درلود او د ژوند په آخر کي د رسول  صلی الله علیه وسلم  سره د نکاح شرف ور په برخه سو او د مؤمنانو د مېندو له جملې څخه وشمېرل سوه. 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته