تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحرايي ښځي و خپلي لور ته نصیحت
 
  February 24, 2013
  0
رالېږونکی: عبیدالله تنویر

یوې صحرايي عربي ښځي خپلي لور ته د هغې د واده په شپه نصیحت کاوه ،  او ورته ویې ویل:

 زما ګراني لوري! که نصیحت د ادب په سبب یا د ناز او محبت په سبب پرېښودل کېدلای ما به تا ته نصیحت نه وای کړی، مګر نصیحت د غافل انسان خبرول دي او د عاقل انسان سره کومک دی، که یوې ښځي واده او مېړه ته ضرورت نه درلودلای نو د دې مور او پلار به واده نه کولای، که بیا د لور له طرفه د مور او پلار د محبت او ضرورت په سبب واده پرېښودل کېدلای نو ته به د واده کولو څخه تر هر چا مستغنى وای، مګر خبره داسي نه ده بلکه واده کول د ژوند ضرورت دی.

ګراني لوري! ته د هغه کور څخه جلا کېږې چي په هغه کي پیدا سوې یې او هغه ځالګۍ پرېږدې چي په هغه کي لويه سوې یې او داسي کور ته ورځې چي در معلوم هم نه دی، او د داسي ملګري سره ژوند کوې چي د مخنی الفت او پېژندنه نه ور سره لرې، نو زما څخه دغه لس خویونه زده کړه چي دا به ستا د نوي ژوند دپاره نېک بختي او کامیابي وي:

١  د خپل خاوند سره په پوره قناعت ژوند او ملګرتیا کوه.
 
٢: د خپل خاوند سره په اطاعت، فرمانبرداري او خبره اورېدلو سره ژوند کوه.
 
٣:  د خپل خاوند د لیدلو او بویولو د ځایو ډېره خاصه پالنه کوه.
 
٤: پام کوه چي د ده سترګي پر تا په بد او خیرن حال کي و نه لګیږي.
 
٥:  د ده د ډوډۍ خوړلو وخت و پېژنه، ځکه د لوږي حرارت اور بلونکی دی.
 
٦:  د ده د خوب په وخت کي آرامه اوسه، ځکه د خوب خرابوالی قهر راوستونکی دی.
 
٧:  که دي خاوند فکري او غمجن وو باید د ده په حضور خوښي او خوشالي ښکاره نه کړې، ځکه دغه کار د ده په حق کي کوتاهی ده.
 
٨:  که دي خاوند خوښ او خوشاله وو باید د ده په حضور کي غم او پرېشاني ښکاره نه کړې، ځکه دغه کار د ده د فکر خرابونکی دی.
 
٩:  تر هر چا د ده ډېر عزت کوه پر ده به هم ته تر هر چا ګرانه یې.
 
١٠ :  پوه سه چي د خپلي خوښۍ او خوشالۍ و ژوند ته تر هغو نه سې رسېدلای تر څو چي د ده رضاء او غوښتنه که ستا خوښه وي که نا خوښه تر خپلي رضاء او غوښتني د مخه نه کړې. او الله جل جلاله دي په دغه واده او نوي کور جوړولو کي خیر درته پېښ کړي.

وروڼو او خويندو! څرنګه چي د دغي پوه او هوښیاري مور نصیحت و خپلي لور ته په مختصرو الفاظو او کوچنیو جملو سره وو،  نو زه فکر نه کوم چي زموږ په ټولنه کي دي هر څوک دومره پند او عبرت په حاصل کړي چي په دغه مختصر نصیحت او کوچنیو الفاظو سره دي خپل کورنی ژوند کامیابه او خوشاله کړي، ځکه نن ورځ زموږ ټولنه و داسي حال ته رسېدلې ده چي په نیمه خبره سر نه خلاصوي، نو زه مجبوره یم چي د اعرابي ښځي د نصیحت پر هره جمله یو څه زیاتوب د دې دپاره وکړم چي زموږ د ټولني هغه خویونه ښکاره او روښانه سي چي و ځینو کورنیو ته یې بد بختۍ او پرېشانۍ راوړي دي، د دې په عوض او بدل کي چي د کور میرمن په خپل عمل او خپلو اخلاقو سره د خپل خاوند زړه لاس ته راوړي او خپل کورنی ژوند دي خوږ او شیرین کړي دا و هغه کوډګر او ساحر ته ورځغلي چي هغه یې د دین، شرف او مال غل دی.

 راسی چي دغه نصیحت یو ځل بیا په پوره دقت د کوچنیو تبصرو سره واورو:

١ : د خپل خاوند سره په پوره قناعت ژوند او ملګرتیا کوه یعني: څومره چي دي د خاوند مالي قدرت وي څومره چي د هغه ګټه او تنخواه وي په هغه سره قناعت کوه ، او د ده تر قدرت لوړ یا زیات شى  مه ځني غواړه، داسي مه کېږه لکه د نن ورځي ځیني ښځي چي په بېځایه مصرفو او بېځایه سیالیو یې د مېړه دنیا او آخرت دواړه ور خراب کړي دي، او پر هغه سربېره یې خپل کورنی ژوند هم ور سره تریخ کړی دی، نن ورځ داسي کسان سته چي د میاشتي تنخواه  یې دوه درې زره ده، خو دغه کسان د خپلي ښځي په غوښتنه په کور او لباس کي د هغه چا سره سیالي کوي چي په یوه ورځ کي د ده د میاشتي تر معاش دوه چنده او درې چنده زیاته ګټه لري.

٢ : د خپل خاوند سره په اطاعت، فرمانبرداري او خبره اورېدلو سره ژوند کوه یعني: په کورني ژوند او دنیوي کارو کي د خپل خاوند د خوښۍ مراعت کوه څه چي دي د خاوند خوښه وي هغه کوه، هر څه چي در ته وايي هغه اوره او بېله دلیل ویلو هغه قبلوه، کوښښ کوه چي ټول کارونه دي د خاوند د خوښي او نظریې سره برابر او موافق وي. تاسي ټولو ته معلومه ده چي د مېړه او ماینې اختلاف داسي اختلاف نه دی چي پر باغ یا پټي یې سره دعوه وي، چي قاضیانو او عریضو ته یې ضرورت پیدا سي، یا د دوی په منځ کي د دوو مملکتو جنګ دی چي توپ او طیارې ته یې ضرورت پیدا سي، د دوی اختلاف فقط په کوچنیو کورنیو چارو کي پېښیږي نو که په هغه کوچنیو مسایلو کي ښځه اول د خپل ژوند د خوږوالي دپاره تر خپل نظر تېره سي، دوهم د خپل خاوند د رضائیت دپاره هغه خپله خبره پریږدي، دغي ښځي هم دنیا هم آخرت وګټل، په دنیا کي یې ژوند آرام، بې جنجاله او خوږ سو، او آخرت یې د مېړه په رضایت سره لاس ته راوړی. 
نو هره  هغه ښځه چي د خپل خاونده سره کامیابه او خوشاله ژوند غواړي پر دې دا لازمه ده چي د خپل خاوند امر او مشوره په دنیوي او کورنیو چارو کي بېله دلیله و مني، (خو په دې شرط چي د ګناه کار نه وي!  نافرماني وي په هغه ځکه په دې کي نه د مېړه نه د بل چا خبره اعتبار لري او نه د منلو وړ ده، خو په دنیوي او کورنیو چارو کي باید د خاوند خبره ومنل سي).

 داسي نه لکه د نن ورځي ځیني ښځي چي د خپل خاوند د هري کوچنۍ خبري په مقابل کي د دې رایه او نظر مخالف وي او د خاوند د هري فیصلې په مقابل کي داسي بې اساسه او بې بنیاده دلایل وايي چي هغه دلایل دا جوړوي او د دې په فکر صحيح او پر ځای دي خو د خپل مېړه و رأيي او نظر ته هیڅکله نه تسلیمیږي، دغه کار په کورني ژوند کي مخالفتونه او مشکلات په وجود راوړي،  او ډېر ځله هغه د مېړه او ماینې محبت په نفرت سره بدلوي، د کورنۍ خوږ او آرام ژوند تریخ او په جنجالو ډک کړي، بیا نو دغه ښځه و خپل خاوند او نورو اقرباوو ته دا شکایتونه هم کوي چي زما خاوند زما غوښتني نه راپوره کوي، زما سره بې نیازي او بې پروايي کوي. نو ځکه هغې پوه او هوښیاري مور خپلي لور ته وویل: د خپل خاوند سره په اطاعت، فرمانبرداري او خبره اورېدلو سره ژوند کوه.

خوندو!  یواځي دا نه چي په دغه مخالفتو سره د مېړه او ماینې په مابین کي نفرت او لیري والی پیدا کیږي بلکه د دغه نفرت اثر د ټولي کورنۍ پر غړو او افرادو هم لویږي او د دوی اولادونه هم بد طبیعته او جنجالي جوړ سي.

٣ : د خپل خاوند د لیدلو او بویولو د ځایو ډېره خاصه پاملرنه کوه یعني: ستا بدن او لباس، خونه او بستر چي د ده د لیدلو او بویولو ځایونه دي د هغو و پاکولو او خوشبویه کولو ته ډېره متوجه اوسه، داسي نه لکه د نن ورځي ځیني ښځي چي ښه لباس او د بدن نظافت یې فقط د ودو، مناسباتو او د نورو خلکو د کورو دپاره وي، خو په خپل کور کي په لغوړن لباس او د اشپزخاني د پیاز او اوږي په بویانو ککړ لباس کي ژوند تېروي.

٤ : ویښه او هوښیاره اوسه چي د خاوند سترګي دي پر تا په بد او خیرن حال کي و نه لګیږي او ستا څخه بېله ښه بویه بل بوی پر ونه لګیږي¸د دغو خبرو څخه د بدن نظافت او پاکوالی د شرعي په چوکاټ کي مقصد دی.

٥ : د ده د ډوډۍ خوړلو وخت و پېژنه، ځکه د لوږي حرارت اور بلونکی دی ، نن ورځ ځيني کسان د لوږي په حالت کي خپل کورته د دې دپاره ژر او په تلوار ور رهي وي چي یو څه و خوري، خو متأسفانه کور ته چي ورسي ښځه یې بیده یا د همسایګانو په کورو کي وي د خوړو پخول یې په یاد هم نه وي، که بیا مېړه یوڅه ورته و ویل یا یې د کورني ژوند څخه شکایت وکړی، هلته نو بیا د دې وګیلو او طعنو، لغازو او شکایتو ته غوږ ونیسه، اوس نو ته ووایه و دغسي کور ته خوشالي د کومه راسي.

٦ : د ده د خوب په وخت کي آرامه اوسه، یعني کړپی دربی او غالمغال مه جوړوه ځکه د خوب خرابوالی قهر راوستونکی دی. د ځینو ښځو د کور جارو کول یا نور کورني کارونه هغه وخت ور په یاد سي چي خاوند یې بیده سي.

٧ : که دي خاوند فکري او غمجن وو باید د ده په حضور کي خوښي او خوشحالي ښکاره نه کړې، ځکه دغه کار د ده په حق کي کوتاهی ده.

٨ : که دي خاوند خوښ او خوشاله وو ته باید د ده په حضور کي غم او پرېشاني ښکاره نه کړې، ځکه دغه کار د ده د فکر خرابونکی دی. 

٩ : تر هر چا د ده ډېر عزت کوه پر ده به هم ته تر هر چا ګرانه یې.

١٠ : پوه سه چي د خپلي خوښۍ و ژوند ته تر هغو نه سې رسېدلای تر څو چي د ده رضاء او غوښتنه که ستا خوښه وي که نا خوښه تر خپلي رضاء او غوښتني دمخه نه کړې.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته