تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما لپاره فرشته یې، موري خوږې موري
  تعلیم الاسلام
  December 26, 2017
  0

 

  لیکنه: حضرت عثمان نوري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

غږ چـی راته وکړې راژوندی سـمه
مـورې د اوازنه دي لوګی ســمه

 

پورته بېت د پوره کمال نه ډک کلام دی، ځکه د مور غېږ د ژوند د پيل لومړۍ زانګو ده چې دغه ژوند په ماشومتوب پيل او په زرښت (بوډاتوب) پای ته رسي.

 

 د مور غېږ د نړۍ د سپېڅلي او ریښتني عاطفې سرچینه ده.

 

مور د ژوند هغه  هستي ده، چې د ستاېلو لپاره یې له ما سره الفاظ  نسته، ځکه مور د ژوند هغه ستره ډالۍ ده چې که یو ځل یې له لاسه ورکړې، بیا یې لاسته نسي راوړلاي. په دې نړۍ کې یواځینی مینه چې ریښتونې ده، هغه د مور مینه ده چې له خپل اولاد سره یې کوي. 

 

که د مور د مینې پوښتنه له بې میندو نه وپوښتې، بیا به مو سرونه په ښه  لېوالتیا او افسوس درخلاص کړي.

 

مور د غم پر وخت کې ډاډګیرنه، د ستونزو په وخت کې هیله او د کمزورتیا په وخت کې د پیاوړتیا ورکوونکې ده. مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او د بخښني ستره منبع ده.

 

 هغه څوک چې خپله مور له لاسه ورکوي، هغوی په حقیقت کې هغه سپیڅلې روح له لاسه ورکوي چې تل دوی ته دعاء کوي او د دوی ساتونکي وي.

 

ددې لېکنې لوستونکو! په هغه موقف کې چې تاسو نن یاست، او یا چې په راتلونکي کې له تاسو شخصیت جوړیږي، دا پرتاسو ستاسو د مور احسان دي.  

 

مشران وايي: د مور لپاره هر څوک پرېږده، خو د هرچا لپاره مور مه پرېږده.

 

 مور هغه څوک ده چې په زړه کې ټول دردونه پټوي، خو اولادونو ته یې نه ښکاره کوي، څو خواشیني او فکر یې خراب نه سي.  

 

د مور او پلار احترام دوې ګټې لري.

 

 لومړی: دنیاوي ګټه يي دا ده چې له هر ډول غم او آفت نه به په دونیا کې خلاصون مومې 


.
 
دوهم: اخروي ګټه یې دا ده چې د مور او پلار په احترام او رضایت  د الله (ج) رضایت ترلاسه کولاي سئ. 

 

د یوې غوره وېنا مطلب دی چې مور ته مې وویل: که جنت ستا دی، نو ولې دې د پښو لاندې دی؟ هغې راته وویل: هغه مې په ځمکه کېښود چې تا په غېږ کې واخلم. 

 

مور د ژوند هغه هستي ده چې د ماشوم هغه خبرې چې یو کوچنی یي نسی بیانولاي یوازي یوه مور ده چې پرې پوهیږي.

 

درنو لوستونکو ! که خپل والدين (مېندي او پلرونه) مو له لاسه نه وي ورکړي، هیله ده زرین چانس له لاسه ورنه کړئ؛ د هغوي ډېر قدر او عزت وکړئ.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته