تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور جویریه بنت الحارث رضی الله عنها
  تعلیم الاسلام راډیو
  September 28, 2016
  0
لیکنه: عبدالبصير "صميمي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
جوریه  رضی الله عنها  ډېره هوښیاره، عاقله، ذاکره، روژاتي، لمونځ ګذاره ، تقوی داره او پاکه ميرمن وه.
 
کورنۍ او لومړنی واده:
 
 جويریه  رضی الله عنها  لومړنی واده د خپل اکا د زوی سره کړی وو، چي مصافع بن صفوان نومېده، پلار ئې حارث بن ابي ضراره وغوښتل، چي پر رسول الله  صلی الله علیه وسلم  باندي غلچکي حمله وکړي، خو رسول الله  صلی الله علیه وسلم   په خبر سو  او په مریسیع سیمه کي ئې ورباندي حمله وکړه، دبني مصطلق کفارو ماته وخوړه، ځيني مړه سول او ځيني  فراره  سول،  مالونه او اولادونه ئې مسلمانانو ته پريښول، په مړو کي د جويریې  رضی الله عنها   خاوند مصافع بن صفوان هم وو او خپله جويریه  رضی الله عنها  د بندیانو په ډله کي شامله وه، کله چي مسلمانانو غنیمتونه وېشل نو جويریه  رضی الله عنها   (بره) د ثابت بن قیس (رض)  په برخه ورسېده .
 
جويریې  رضی الله عنها  غوښتل، چي ځان آزاده کړي او  فدیه ورکړي خو هغه ډيري پیسې ورڅخه وغوښتې؛ نو جويریه  رضی الله عنها   د خپل مشکل د حل لپاره رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ته ورغله، ترڅو مرسته ورڅخه وغواړي او ورته وئې ویل: یا رسول الله!  صلی الله علیه وسلم  زه د بن مصطلق کورنۍ د سردار (حارث) لور یم، زه غواړم د ثابت (رض) څخه ځان آزاد کړم، رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ورته وفرمایل: (فهل لک في خیر من ذالک ؟) آیا له دې څخه غوره او زیات خیر نه غواړې؟ جويريې  رضی الله عنها   عرض وکړ: دا خیر به څه وي؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ورته وفرمایل: زه به دي د مکاتبې پيسې یا فدیه ادا کړم او بیا به زه واده درسره وکړم، ددې خبري په اورېدلو سره جويریه  رضی الله عنها   ډېره خوشحاله سوه او دا وړانديز ئې قبول کړ.
 
د جويریې  رضی الله عنها  پلار د لور د آزادولو لپاره مدينې منورې ته روان سو، په عقیق نومي سیمي کي ئې  آرام وکړ ټول اوښان ئې ترنظر وایستل، دوه اوښان ئې ډېر خوښ سوه او په یوه دره کي ئې پټ کړه، کله چي مدینې منورې ته ورسیدی، رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ته ئې د فديې (اوښانو) په بدل کي د خپلي لور د آزادۍ وړانديز وکړ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ورته فرمایل: هغه دوه اوښان چیري دي، چي په عقیق کي دي پټ کړه، ددې خبري په اورېدو سره حارث او دوو زامنو ايمان راوړ او په اسلام کي داخل سول. 
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  جويریې رضی الله عنها  ته اختيار ورکړ، هغې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم سره اوسېدل غوره کړل، رسول الله  صلی الله علیه وسلم    آزاده کړه او نوم ئې وربدل کړ  او په نکاح ئې کړه. کله چي صحابه  رضی الله عنهم  خبر سوه، چي جويریه  رضی الله عنها   رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په نکاح کړېده، نو سمدستي ئې د بني مصطلق د کورنۍ مریان آزاد کړه، ځکه صحابه وو  رضی الله عنهم  وویل: دا څنګه کیدای سي، چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خسرخېل دي زموږ مریان وي؟ 
 
 عايشه رضی الله عنها فرمايي: 
 
زه بله داسي ښځه نه پېژنم، چي د جويریه  رضی الله عنها  څخه دې ئې خپل قوم ته ډېر خیر رسیدلي وي .
 
ددې مبارکي مېرمني واده د هجرت په پنځم (۵) کال ترسره سو .
 
د جويريې رضی الله عنها  ښه والی: 
 
جويریه  رضی الله عنها  ډېره عاقله ، فاضله او عابده مېرمن وه، خپل رب ته تابع وه اوږدې سجدې او ډېر ذکر به ئې کاوه .
 
یوه ورځ رسول الله  صلی الله علیه وسلم د سهار لمانځه ته تشریف یووړ، چي جويریه  رضی الله عنها  په لمانځه ولاړه وه، غرمه ئې بیرته تشریف راوړ ،ګوري چي جويریه رضی الله عنها  پر خپل ځای ناسته ده او ذکر کوي. رسول الله  صلی الله علیه وسلم د لاندي اذکارو د ويلو ورته وويل: (سبحان الله عدد خلقه ) درې واره. ( سبحان الله رضا نفسه ) درې واره. (سبحان الله مداد کلماته ) درې واره . دا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تحفه وه، چي جويریې  رضی الله عنها  ته ئې ورکړه .
 
د احاديثو روايت: 
 
د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   څخه ئې ډېر څه اورېدلي او زده کړي دي او د هغه  صلی الله علیه وسلم  په سنتو به ئې ځان پوهاوه، د احاد یثو په کتابونو کي د جويريې رضی الله عنها  څخه اووه (۷) احادیث رانقل سوي دي، یو (۱) ئې په بخاري، دوه ئې په مسلم  او پاته نور ئې د احادیثو په نورو کتابونو کي راغلي دي .
 
وفات: 
 
جويریه  رضی الله عنها  د معاویه رضی الله عنه د خلافت پر مهال  په پنځوس (۵۰)هـ.ق. کال  د ( ۶۵- ۷۰) کلونو په عمر وفات سوې ده. 
 
د جنازې لمونځ ئې د مدینې منوري والي مروان بن حکم ادا کړ. ( رضي الله عنها و أرضاها)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه
 
نیمکرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته